د بریتانیا د ماشوم ملاتړې نړیواله خیریه اداره وایي، موندنې ښيي چې د ۷،۳ میلیون ماشومانو په ګډون د افغانستان دریمه برخه وګړي د خوړو کمښت سره مخ دي. دې ادارې په خپل راپور کې غوښتنه کړې چې افغانستان کې اړمنو ماشومانو ته سملاسي خواړه ورسول شي. په راپور کې افغانستان د ماشومانو لپاره یو تر ټولو خطرناک هېواد بلل شوی دی. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په ۲۰۲۰ کال کې افغانستان کې ۵۶ سلنه اړمن کسان له ۱۸ کلونو کم عمره دي او دا مانا لري چې له ۹،۴ میلیون اړمنو افغانانو ۵،۲۶ سلنه ماشومان دي. د ملګرو ملتونو د خوړو تازه سروې وايي، افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره نږدې دوه میلیونه ماشومان له سختې وژونکې لوږې رنځېږي.
































