د حماس د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه ویلي چې اسراییل نور په سیمه کې د ترهګریزو کړنو وړتیا نه لري او نه شي کولی له دې وروسته په خپله ګټه جګړې ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړې، اسراییل باید په دې پوه شي چې پښې یې ماتې شوې دي او له دې وروسته باید د نورو هېوادونو په چارو کې له مداخلې په کلکه ډډه وکړي. نوموړي دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د امریکا بې شرمانه ماتې دا وښوده چې نور سیمه له اشغالګرو څخه پاکېدونکې ده. هغه ټینګار کړی دی چې له افغانستان څخه د امریکا وتل له سیمې څخه د اشغالګرو د وتلو پیلامه ده او دا بهیر به همداسې دوام لري. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې چې له اسراییل سره د سیمې هېوادونو د اړیکو د عادي کولو بهیر پای ته رسېدلی دی او دغه هېواد نور سیمې ته خپلې زهرجنې ریښې نه شي غځولی.
































