تېره ورځ د پاکستان په تر ټولو ستر سوداګریز ښار کراچۍ کې د ګازو په یو پمپ کې چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کراچۍ پولیسو ویلي چې دا چاودنه تېر ماښام په ناظم اباد سیمه کې د ګازو په یو سټېشن کې رامنځته شوې ده خو دا چې یاده چاودنه د ګازو وه او که د چاودېدونکو توکو په اړه یې ډېر جزیات نه دي وکړل شوي. پولیسو زیاته کړې چې په پېښه کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. تر اوسه د چاودنې څرنګوالی څرګند نه دی خو پولیسو ویلي چې دوی خپلې څېړنې پیل کړې دي.
































