د عراقي ځواکونو یو لوړپوړي قومندان ویلي چې یو شمېر سیمه ییز او د عراق ګاونډي هېوادونه د دوی د تضعیف هڅه کوي او دغه راز امریکا هم د خپلو ژمنو خلاف له داعش ډلې سره مبارزه کې د دوی مرسته نه کوي. نوموړي زیاته کړې چې امریکا ورسره د داعش ډلې سره د مبارزې پخې وعدې کړې وې خو کله چې وخت د عمل راغی ځانونه یې ایستلي دي او دا مبارزه یې یوازې دوی ته په اوږو ور اچولې ده. عبدالله الزیادي څرګنده کړې چې امریکا نه یوازې د داعش ډلې سره د مبارزې برخه کې د دوی لاسنیوی نه کوي بلکې لږ تر لږه د یادې ډلې د تحرکاتو په اړه هم ورسره معلومات نه شریکوي. د یادونې ده چې یو شمېر هېوادونه داعش د امریکا پروژه بولي خو امریکا بیا ټینګار کوي چې دوی له داعش سره د مبارزې لپاره له هیڅ راز هڅو لاس نه اخلي.
































