ملګري ملتونه وايي د نړۍ شل صنعتي هېوادونه دې له میلیونونه اړمنو افغانانو سره د پراخو بشري مرستو ژمنه وکړي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال په تازه څرګندونو کې ویلي چې دمګړی اتلس میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او شاوخوا لس میلیونه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. سرچینه وایي، په وروستیو څلورو کلونو کې دا دویمه وچکالي ده چې افغانستان ځپي او د ناوړه بشري ناورین د رامنځ ته کېدو احتمال یې ډېر کړی دی. ملګرو ملتونو د جي شل پر غړو هېوادونو غږ کړی چې عملا دې له افغانستان سره د پراخو بشري مرستو لپاره مټې بډ وهي او د میلیونونه وګړو ژوند دې وژغوري. تر دې وړاندې جي شل هېوادونو د افغانستان په اړه دوه مجازي کنفرانسونه جوړ کړي دي چې د میلیونونه ډالرو مرستې ژمنه یې کړې ده، خو ملګري ملتونه وایي دا مرستې یې تر دې دمه په بشپړه توګه نه دي ترلاسه کړې.
































