په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۶۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د روغتیا وزارت چارواکي وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ګڼې مشکوکې پېښې څېړلې دي چې له دې ډلې ۱۶۸ یې مثبتې وې. روغتیا وزارت ویلي، چې ۴۵ پېښې په کندهار، ۴۴ په کابل، ۲۸ په هرات، ۱۳ په بغلان، ۶ په جوزجان، ۶ په ننگرهار، ۵ په کاپیسا، ۴ په بادغیس، ۴ په بامیان، ۴ په مزار، ۳ په سمنگان، ۳ په لغمان، ۲ په میدان وردګو او یوه هم په پروان ولایت کې ثبت شوې ده. له دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۳۳۹ ته ورسید.
































