ملګرو ملتونو په نړۍ کې د نوې او خطرناکې وبا د خپرېدو خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم ایټالیا کې د جي شل هېوادونو په کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په نړۍ کې یوه بله او خطرناکه وبا راتلونکې ده. دده په وینا که بشري ټولنې مخکیني تدابیر و نه لري نړۍ کې به داسې وبا راشي چې هېڅوک به یې د کنټرول وړتیا و نه لري. هغه ټینګار کړی چې کرونا وبا د ختمېدو په حال کې ده او دمګړی د نړۍ ۳۶ سلنه وګړو ته واکسین وېشل شوي خو د نړۍ ځواکمن او شتمن هېوادونه دې د راتلونکو وباګانو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
































