د ا.ا.ا سوداګرو ته په ټولو برخو کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی. نن په کابل کې د افغانستان ملي سوداګرو د ا.ا له چارواکو سره پر سوداګریزو مسایلو مهمه غونډه درلوده. په دې غونډه کې افغان سوداګرو له حکومت وغوښتل چې د دوی ستونزې حل کړي او ملي سوداګرو ته زمینه برابره کړي چې په خپل هېواد کې د خپلو خلکو چوپړتیا وکړي. ملي سوداګرو وویل، که په هېواد کې د پانګونې زمینه ورته برابره شي نو دوی تیار دي چې خپلې پانګې له بهرنیو هېوادونو را ولېږدوي. د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستیال او د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په دې غونډه کې سوداګرو ته د بشپړ امنیت او همکارۍ ډاډ ورکړی دی. نوموړي وویل چې دوی ملي سوداګرو ته د هېواد د شتمنۍ په سترګه ګوري او هڅه کوي چې دلته ورته د فعالیتونو بشپړه زمینه برابره کړي. هغه ټينګار کړی چې د سوداګرو ستونزې په غور سره اوري او د حل لپاره به یې هر اړخیز اقدامات ترسره کوي.
































