د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې د امریکا کانګرېس ته خبرداری ورکړی چې د کمزوري روغتیايي سیستم، خوارځواکي، جګړې او نورو ستونزو سره ښايي افغانستان له روغتیايي ناورین سره مخ شي. د سیګار راپور کې ویل شوي، چې کرونا وبا افغانستان لا د مخه سخت ځپلی؛ لکه د سولې هڅو پېچلي کول او له نورو هېوادونو سره د لارو تړل کېدل چې ور سره سوداګریز او انساني تګ راتګ له ځنډ او خنډ سره مخ شوی دی. په راپور کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې کمزوری روغتیایي سیستم، خوارځواکۍ، او د نورو ګڼو ستونزو له امله ډېرې کورنۍ بېځایه شوي او له دې ښکاري چې دا هېواد به راتلونکو میاشتو کې له روغتیايي ناورین سره مخ شي.
































