د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ویلي چې ترکمنستان دې په ډاډه زره په افغانستان کې خپلې اقتصادي پروژې پلې کړي. نوموړي ډاډ ورکړی دی چې د دغه هېواد له لوري په افغانستان کې د پلي کېدونکو پروژو امنیت به په بشپړه توګه خوندي وي او له هیڅ ډول ګواښ سره به نه مخ کېږي. حقاني زیاته کړې چې د هېواد د شتمنۍ کنګل کول په افغانستان کې د بشري ناورین لامل کېږي او دوی هیله لري چې د ترکمنستان هېواد د خپلو اقتصادي پروژو پر مټ د دې ناورین مخنیوي کې مرسته وکړي. د یادونې ده چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ د ا.ا رییس الوزرا سره لیدنه کې ویلي چې ژر به د ټاپي پروژې په ګډون یو شمېر نورې پروژې په افغانستان کې پيل کړي.
































