د افغانستان ا.ا چارواکي وایي چې نن له کابل څخه چین ته د هوایي دهلیز له لارې د افغانستان صادرات بېرته پیل شوي دي. د ا.ا چارواکو په خبره، په ځنغوزیو بار یوه کارګو الوتکه د افغان لوړپوړو چارواکو په حضور کې تر پرانیستې وروسته د چین هېواد پر لور الوتې ده. دا د تېر جمهوري نظام تر سقوط وروسته چین ته د هوایي دهلیز له لارې د کارګو الوتکې لومړنی پرواز دی. د هوایي دهلیز له لارې چین ته د افغانستان صادرات په داسې حال کې پیلېږي چې پرون په کابل کې د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې له چین سره یې پر ګڼو اقتصادي مسائلو خبرې ګټورې وې او ژر به په اقتصادي برخه کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.
































