د افغانستان پخوانی حکومت د امریکا پر نه وتلو ډاډه و. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سي ان ان سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، ولسمشر غني ځکه د سولې خبرو ته غاړه نه اېښوده، چې په باور یې امریکايي عسکر به هېڅ وخت له افغانستان و نه وځي. دده په خبره اشرف غني ډاډه و، چې امریکايي عسکر به دلته پاتې کېږي او له چین او روسیې سره د سیالۍ په پار به دده د حکومت ساتنه هم کوي. خلیلزاد وایي د اشرف غني اکثره محاسبات همداسې غلط و او د افغان ځواکونو په اړه یې هم اټکل او محاسبه بې ځایه وه. نوموړي یو ځل بیا د روان وضعیت ټول مسوولیت د اشرف غني پر ناسمو محاسباتو، بېځایه ټینګارونو او دده له لوري د سولې په لار کې پر خنډونو جوړولو اچولی دی. خلیلزاد وایي هغه د سولې په برخه کې د هېڅ پرمختګ هرکلی نه کاوه او یوازې د خپل حکومت د ساتلو لپاره هرې پرېکړې ته تیار و.
































