د سارک سازمان له افغانستان سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده. د راپورونو له مخې د سارک سازمان مشرتابه پلاوي په یوه غونډه کې ویلي چې دمګړی شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانان بېړنیو او لومړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري او د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي. دغه سازمان له نړیوالو غوښتي چې ژر تر ژره له افغانستان سره د خوراکي او نورو بشري مرستو لړۍ پراخه کړي او د میلیونونه کسانو ژوند وژغوري. د سرچینې په خبره افغانان له سخت وضعیت سره مخ دي او نړۍ دې سیاسي بدلونونه د بشردوستانه مرستو د رسولو په برخه کې د خنډ په توګه نه مطرح کوي. دوی ویلي چې د نړۍ ځينې شتمن هېوادونه د افغانستان پر وړاندې مسوول دي چې باید خپل مسوولیت ادا کړي.
































