امریکا ایران ته د خبرداري په موخه ددغه هېواد په شاوخوا کې د هوايي ځواک مانورونه ترسره کړي دي. د راپورونو له مخې د امریکا سترو او پیاوړو بم غورځوونکو الوتکو د سیمې د ځينې هېوادونو د جنګي الوتکو په بدرګه د ایران په شاوخوا سیمو او هرمز تنګي کې هوايي مانورونه ترسره کړي. د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنټ مکینزي بیا په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې له دې کار یې موخه ایران ته د پيغام رسول و. دده په خبره تر ټولو قوي بم غورځوونکو الوتکو یې په دې مانور کې ونډه اخیستې او دا په دې مانا ده چې دوی د ایران پر وړاندې په هر اقدام لاس پورې کولی شي. ایران تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
































