امریکا او ترکیې له کشمکشونو سره هممهاله د دوه اړخیزو اړیکو پر سر خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل امریکايي سیال جو بايډن سره په ایټالیا کې د جي شل هېوادونو د غونډې په څنډه کې کتلي دي. بایډن اردوغان ته ویلي چې په پرېکړو کې دې عجله نه کوي ځکه بدې پایلې به ولري. دوی همدا راز د امریکا له لوري پر ترکیې د جنګي جيټ الوتکو پر پلور هم خبرې کړې دي او امریکايي لوري ویلي چې په دې تړاو به هم مذاکرات ادامه ولري. بایډن او اردوغان داسې مهال سره غږېږي چې په وروستیو کې د بشري حقونو او ځینو نورو مسایلو پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
































