روسیه وایي واشنګټن له مسکو سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په ایټالیا کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د بېلو نړیوالو مسایلو تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر څرنګوالي بحث شوی دی. لاوروف وايي بایډن ددې غوښتونکی دی چې له روسیې سره اړیکې پراخې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلو برخو کې مذاکراتو ته لار پرانیستل شي. دده په خبره بايډن ټینګار کړی چې ددې اړیکو د ډول او پراختیا پر لارو چارو به ژر له روسي لوري سره پایلې ته ورسېږي. امریکايي چارواکو هم ویلي چې په ټوله نړۍ کې یې د ستونزو د حل لومړنۍ لار مذاکرات او خبرې دي. امریکا او روسیه په نړۍ کې سیال هېوادونه دي چې له اټومي وسلو نیولې تر سوداګرۍ پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کشمکش مسئله ده.
































