امریکا پر ایران د بې پيلوټه الوتکو د برید خبرداری ورکړی دی. د امریکا ولسمشر جو بایډن په ایټالیا کې په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې له ایران سره د خبرو له لارې د ټولو ستونزو د حل ملاتړی دی، خو که دا چاره بریالۍ نه شي د بل هر انتخاب لپاره تیار دي. دده په وینا که ایران امریکایي ګټو ته زیان پېښ کړي نو د ډرون الوتکو د برید په شمول یې ټول انتخابونه په مخ کې دي. بايډن داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې امریکا تازه ددغه هېواد په شاوخوا سمندري اوبو او نورو برخو کې د جنګي الوتکو مانورونه هم ترسره کړي دي.
































