ایران وايي په ټولو هغه غونډو او کنفرانسونو کې برخه اخلي چې افغانستان ته د ثبات د راتګ سبب شي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په تازه څرګندونو کې ویلي دوی په افغانستان کې د امنیت او ثبات د راتګ غوښتونکي دي. دده په وینا که امریکا هم د افغانستان د ثبات لپاره کوم کنفرانس رابولي نو دوی تیار دي چې ګډون پکې وکړي. هغه زیاته کړې چې ایران په افغانستان کې دایمي سوله غواړي او دا د ټولې سیمې لپاره مهمه ده. ایران تر دې وړاندې بیا د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو کفنرانس رابللی و او په هغه کې يې هم ټينګار کړی چې له دغه هېواد سره دې بشري مرستې وشي او د سیمې هېوادونه دې د ثبات په راتګ کې همکاري ولري.
































