د طا لبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین په افغانستان کې د نړیوالو په ملاتړ د چاپیریال ساتنې پروژو ملاتړ کړی دی. ډیلي میل د سهیل شاهین له قوله ویلي چې د افغانستان اقلیم ډېر وچ دی او د زرغونېدو لپاره یې ډېر پراخ کار ته اړتیا ده. هغه زیاته کړې، د چاپیریال په برخه کې چې د تېر حکومت په دوره کې کومې پروژې د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ تصویب شوې وې باید له سره پیل شي. نوموړي ټينګار کړی دی چې ا.ا د یادو پروژو د امنیت ټینګېدو ته ژمن دی. د یاونې ده چې ملګرو ملتونو څه موده وړاندې خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې راتلونکې وچکالي به ۲۲ میلیونه افغانان له تر ټولو بدې غذایي ناامنۍ سره مخ کړي.
































