د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، چې په هېواد کې د سیاسي بحران د هواري لپاره په روانو هلو ځلو کې پرمختګونه شوي دي. هغه زیاته کړې، چې د حکومت مشرتابه غواړي په هېواد کې روان سیاسي بحران ژر تر ژره هوار او په دې تړاو په بېلا بېلو کچو هڅې روانې دي. صدیقي وایي، ولسمشر او مرستیالان یې د سیاسي اختلافاتو هواري ته ژمن دي. بل خوا له وړمې ورځې راهیسې په ټولنیزو شبکو کې یوه طرحه خپریږي چې ګوندې د ثبات ټیم له خوا ارګ ته وړاندې شوې ده. خو د ثبات اوهمپالنې ټیم ویاند فریدون خوځون وايي، چې دا طرحه نهایي نه ده او کله چې نهایي شوه دوی به یې له رسنیو سره شریکه کړي.
































