روسیې په سیمه کې د پوځي اډو جوړولو په اړه امریکا ته خبرداری ورکړی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې امریکا غواړي په سیمه کې ځان ته د پښې ځای پیدا کړي خو ټینګار کوي چې روسیه به اجازه ورنه کړي. لاوروف زیاته کړې چې دوی د سیمې پر هېوادونو غږ کړی دی چې امریکا ته دې د پوځي اډو لپاره ځای نه ورکوي او دغه راز د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم خپل امریکایي سیال جوبایډن ته په دې اړه خبرداری ورکړی دی. راپورونه وایي چې امریکا په همدې تړاو له نورو سیمه ییزو هېوادونو سره د اډې جوړولو په اړه هوکړې ته نه ده رسېدلې او اوس یوازینی ورپاتې هېواد هند دی او وبه کتل شي چې هند دا خطر مني او کنه.
































