امریکا د افغانانو د شتمنۍ د کنګل کولو حق نه لري. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني سفیر کای ایډه په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د امریکا له لوري د میلیاردونو ډالرو شتمنۍ کنګل کېدل به په افغانستان کې بشري ناورین رامنځ ته کړي. د نوموړي په خبره امریکا پخپله له افغانستان وتلې ده، دوی لا په کابل کې وو، چې طا لبانو د افغانستان واک واخیست او همدا راز یې میاشتې میاشتې په دوحه کې ورسره مذاکرات لرل نو بیا تر دې هر څه وروسته د پیسو کنګل کول بې منطقه ښکاري. کای ایډه وایي په افغانستان کې د کمزوري اقتصاد او روان وضعیت له امله د بشري ناورین د رامنځ ته کېدو ګواښ شته دی او ښه به وي چې امریکا له دغه هېواد سره د بشري مرستو او اقتصادي همکاریو لپاره لار پرانیزي.
































