د تخلیې ماموریت امریکا ته په ستر سرخوږي بدل شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې وروستي وضعیت او د تخلیې ماموریت دوی ته ډېرې ستونزې جوړې کړې او ټول یې سرګردانه کړي دي. دده په خبره په دې جریان کې لسګونه ستونزې وې چې دوی لا هم ورسره لاس او ګریوان دي خو هڅه کوي ژر تر ژره دغه بهیر بشپړ کړي او شته ناخوالې پای ته ورسوي. بلینکن وایي دمګړی ځانګړې ډله ددغه بهیر په اړه پلټنه کوي چې په پای کې به ټول معلومات له خلکو او رسنیو سره شریک کړل شي. امریکا د اګسټ په پنځلسمه په افغانستان کې د تخلیې ماموریت پیل کړ چې په دې لړ کې یې زرګونه کسان له افغانستان و ایستل خو نړیوالو د امریکا پر دې بې پلانه او غیر مسلکي کار سختې نیوکې کړې دي او لا هم دا لړۍ دوام لري.































