د چمن- سپین بولدک لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې ده. دغه لاره د تېرې میاشتې په پيل کې د طا لبانو له لوري تړل شوې وه او ویل یې لار یې ځکه تړلې چې پاکستاني لوری له افغان وګړو سره ناسم چلند کوي. اوس هوکړه شوې چې پاکستاني پولیس به د خلکو له ځورنې لاس اخلي او د کندهار خلک په اصلي تذکره کولی شي چمن ته واوړي او د چمن خلک کولی شي په خپلو کارډونو کندهار ته تګ راتګ او سوداګري وکړي. چمن- سپین بولدک په جنوب کې له بلوچستان سره د افغانستان مهمه لار ګڼل کېږي چې پر دې لار د میلیونونه ډالرو سوداګرۍ تر څنګ زرګونه کسان هم تګ راتګ کوي.
































