د وزیرانو شورا په غونډه کې د افغانستان ا.ا رییس الوزرا پر پاسپورت ریاست غږ کړی دی چې د پاسپورټ توزیع بهیر کې د اسانتیا په موخه دې په کاغذي تذکرو هم خلکو ته پاسپورټونه ورکړل شي. ملا محمد حسن اخوند نن د وزیرانو شورا ناستې ته ویلي چې د پاسپورت لپاره د خلکو د پراخو غوښتنو له امله دې د هغو کاغذي تذکرو پر بنسټ چې اساس یې ډاډمن وي، پاسپورټونه توزیع کړل شي. په همدې حال کې د وزیرانو شورا ناسته کې دغه راز بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو او دغه راز د استخباراتو عمومي ریاست ته سپارښتنه شوې ده چې د بهرنیو سفارتونو د امنیت ساتنې لپاره دې پر نړیوالو معیارونو برابره طرحه چمتو او راتلونکې ناسته کې وزیرانو شورا ته وړاندې کړي.
































