پاکستاني رسنیو نن د دغه هېواد د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی دی چې نن د بلوچستان ایالت په خاران ښار کې چاودنې ۱۵ پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې، دا چاودنه چې د پاکستاني عسکرو د موټرو پر کاروان شوې ده په پایله کې یې درې عسکر وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. رسنیو ویلي چې په ټپیانو کې د یو شمېر هغو روغتیایی حالت د اندېښنې وړ دی. تر اوسه پورې د چاودنې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو وړاندې تر دې د ورته پېښو مسوولیت بلوڅ بیلتونپالو منلی دی.
































