د کابل پر سردار محمد داوود خان روغتون باندي برید شوی دی. د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي چې د وزیر اکبر خان په سیمه کې تر دوو چاودنو وروسته یو شمېر وسله وال د سردار محمد داوود خان روغتون ته ننوتلي دي او له امنیتي ځواکونو سره یې نښته پیل کړې ده. نوموړي بریدګر د داعش ډلې وسله وال بللي دي خو نور جزیات یې نه دي ورکړي. په همدې حال کې ځینې نا تایید شوي راپورونه وایي چې په یاده پېښه کې تر اوسه پورې ۱۵ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپيان دي. بلخوا د ایمرجنسي روغتون مسوولینو ویلي چې له نننۍ پېښې څخه نهه ټپيان روغتون ته وروړل شوي دي. تر اوسه پورې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره جزیات نه دي ورکړل شوي.
































