رویټرز خبري اژانس د افغانستان ا.ا د یو غړي له قوله ویلي چې د نجونو د زده کړې په برخه کې پام وړ پرمختګونه شوي دي او ډېر ژر به په همدې اړه ښه خبرونه ورکړل شي. یاد اژانس د پوهنې وزارت د یو چارواکي وحیدالله هاشمي له قوله ویلي چې ښوونځیو ته د نجونو د تګ په اړه ښه خبرونه پر لاره دي. نوموړي ټینګار کړی دی چې ا.ا هیڅکله د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د نجونو له زده کړو سره مخالفت نه لري او دوی هم د نجونو زده کړو ته درناوی لري خو نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې مالي مرسته وکړي. د یادونې ده چې پر افغانستان د بندیزونو د لرې کېدو له شرطونو څخه یو همدا ښوونځیو ته د نجونو د تګ موضوع ده چې دا دی اوس په دې برخه کې د ښو خبرونو راپور ورکړل شوی دی.
































