امریکا وايي، په شاوخوا یوې نیمې میاشتې کې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم شي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو ویاند ویلي، چې د عسکرو کمولو سره د تړلو امنیتي اندېښنو له کبله د اوسني شمېر په اړه تازه معلومات نه خپروي. خو داسې راپورونه شته چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر له ۱۰زرو څخه کم شوی دی. د امریکا او طالبانو په تړون کې دا ژمنه شوې ده چې طالبان به په بهرنیو ځواکونو بریدونه نه کوي، خو په تړون کې په افغان ځواکونو باندې د برید نه کولو کومه ژمنه نشته. په همدې حال کې سیګار وايي چې امریکایي ځواکونو له تړون وروسته په افغانستان کې د طالبانو د وروستیو بریدونو په اړه د معلوماتو خپرول بند کړي دي. د امریکا دفاع وزارت مني چې بریدونه زیات شوي او وايي هڅه کوي چې د ديپلوماتیکو لارو څخه دا بریدونه کم کړي.
































