د افغانستان نوی حکومت دې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره شرایط نه وړاندې کوي. د امریکا د استازو جرګې غړو په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې باید بشري حقونو ته درناوی وشي او اجازه دې ورکړل شي چې نجونې ښوونځیو ته لاړې شي او خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي. امریکايي استازي دبي دنګل ویلي افغان نجونې حق لري چې زده کړې وکړي او طا لبان دې په دې برخه کې مخکیني شرطونه نه وړاندې کوي. امریکا تر دې وړاندې هم دغه ډول غوښتنې کړې دي، خو دلته د نوي حکومت چارواکي وایي چې دوی د نجونو ښوونځي په بشپړه توګه نه دي تړلي، بلکې په تدریجي توګه به شرایط ورته برابرېږي او ښوونځي به پرانیزي.
































