پاکستان په هند کې د افغانستان په تړاو په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون نه کوي. د راپورونو له مخې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په تازه څرګندونو کې هند تورن کړی چې د افغان سولې په تړاو یې ورانکاره فعالیتونه ترسره کړي دي نو ځکه دوی په دې غونډه کې ګډون نه کوي. دغه پاکستاني چارواکي بیا ټینګار کړی چې نړۍ باید له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړي ځکه له دې پرته بله لار نشته دی. معید یوسف وايي دوی اړ دي چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري او تعاملاتو ته ادامه ورکړي. هند اعلان کړی چې د افغانستان په اړه به د سیمې د هېوادونو، چین، تاجکستان، روسیې او ازبکستان کنفرانس جوړوي او هڅه شته اندېښنې له دوی سره شریکې کړي.
































