د بایډن ګوند په ویرجینیا کې ماته خوړلې ده. د راپورونو له مخې له دوولسو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په ویرجینیا کې جمهوري غوښتونکي ګوند ددې ایالت د حکومت واګې اخیستې ده. دا په امریکا کې ابتدايي ټاکنې دي چې د ایالتونو په کچه ترسره کېږي او هر ګوند چې په کوم ایالت کې ډېرې رایې خپلې کړي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د امریکا په کچه د هغه ګوند د بریا سلنه لوړه ده. دمګړی په ویرجینیا کې د جمهوري غوښتونکی ګوند یوه نوماند د دوه سلنې رایې په تفاوت د بایډن له ګوند رایې ګټلې دي او دا دیموکراتانو ته لومړنۍ ماتې ګڼل کېږي. امریکايي رسنۍ وایي داسې اټکل کولی شي چې د بايډن له واک ته رسېدو سره سم په دغه هېواد کې د دیموکراتانو محبوبیت کم شوی دی.
































