د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي چې متحده ایالات پلان نه لري په منځني ختیځ کې خپل حضور ته د پای ټکی کېږدي. هغه زیاته کړې چې واشنګټن به د نړیوال اقتصاد په ثبات کې هم خپلې هلې ځلې دوامداره وساتي. سکای نیوز د جوی هوډ له قوله ویلي چې د اسیا په ختیځ کې به د واشنګټن او ملګرو هېوادونو امنیتي شراکت پر خپل ځای وي ځکه دوی په منځني ختیځ کې د خپل نظامي حضور د پای ته رسولو لپاره کوم پلان نه لري. هغه ویلي چې امریکا لا هم په منځني ختیځ کې حضور لري او یو کم شمېر ځواکونه یې د شریکو هېوادونو د ځواکونو پر روزنه بوخت دي. هغه ټینګار کړی دی چې د اوس لپاره په سیمه کې پاتې سرتېري کافي دي خو که یې اړتیا پېښه شي نو نور هم استولی شي.
































