ایراني عسکرو پنځوس افغان کارګران پر اوبو لاهو کړي چې له دې ډلې یوازې دوولس یې ژوندي پاتې دي. په هرات کې ځايي خبریالان وایي پنځوس افغان کارګر د ذوالفقار نومې سیمې له لارې په قاچاقي توګه ایران ته د ننه کېدل چې د ایراني پولیسو له لوري نیول شوي دي. تر نیول کېدو وروسته د هریرود سیند ته غورځول شوي او دوولس کسه یې بریالي شوي چې ځانونه وژغوري. سرچینه وایي پاتې نور ټول اوبو ډوب کړي دي او ژغورل شوو کسانو د اوو تنو جسدونه هم له اوبو را ایستلي دي. د هرات ځايي چارواکي هم پېښه تاییدوي او په اړه یې د پلټنې خبره کوي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي چې د درېیو کسانو جسدونه هرات ته راوړل شوي دي او دوی په دې اړه د یوه پلاوي د ګومارلو تابیا کړې ده څو پېښه لا روښانه شي او معلومات به یې له رسنیو سره شریک شي.
































