د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د طا لبانو پر وړاندې د امریکا جنګي ستراتیژي له پیله ناکامه وه. هغه زیاته کړې چې امریکا په دغه هېواد کې په کال کې ۴۰ میلیارده ډالر لګښت لرل خو لاسته راوړنه یې صفر وه. میډل ایسټ د خلیلزاد له قوله دغه راز د داعش ډلې ګواښونو ته په اشارې زیاته کړې چې داعش یوازې په افغانستان کې نه ده دا ډله سیمه ییزې ريښې لري او ټوله سیمه مسووله ده چې د دغې ډلې پر وړاندې مبارزه وکړي. خلیلزاد په ورته وخت کې د افغانستان اوسني بحران ته هم اشاره کړې ده او زیاته کړې یې ده چې د فارس خلیج هېوادونه د افغانستان د وضعیت په مدیریت کې مهمه رول لري او واشنګټن ته په کار ده چې د فارس خلیج هېوادونو سره له نږدې کار وکړي.
































