ایران ویلي چې د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن بې واکه دی. د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني زیاته کړې ده چې جو بایډن هیڅ واک نه لري او له همدې امله چمتو نه دی چې ایران ته تضمین وړاندې کړي. شمخاني د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې ده چې که چېرته اوسنی وضعیت تغیر ونه کړي او پر ایران د امریکا له لوري لګېدلي بندیزونه دوام وکړي نو د مذاکراتو نتیجه مخکې له مخکې روښانه ده. هغه ټینګار کړی دی چې امریکا باید د مذاکراتو تر پیل مخکې بندیزونه لري کړي او په مثبته روحیه مذاکراتو ته دننه شي او که چېرته داسې ونه شي نو خبرې به له وخت ضایع کېدو پرته بله هیڅ ګټه ونه لري.
































