په کندهار ولایت کې د یو خصوصي پوهنتون له طب پوهنځي څخه د نجونو په ګډون ۶۰ محصلین فارغ شوي دي. د ملالۍ په نامه د یاد پوهنتون رییس پوهنیار عبدالمالک نیازي ویلي چې ملالۍ پوهنتون ویاړ لري چي ۶۰ په لوړ معیار روزل شوي کادرونه دې رنځ لیدلي ټولني ته وړاندي کړي. په همدې حال کې د کندهار ولایت د مطبوعاتو مسوول مولوي محمود عزام فارغ شویو کسانو ته د مبارکۍ تر څنګ زیاته کړې ده چې افغانستان د طبابت په ډګر کې نارینه او ښځینه ډاکترانو ته اړتیا لري څو افغانان د درملني لپاره نورو هېوادونو ته له تګ څخه راوګرځي. دا محصلین په داسې حال کې فارغېږي چې نړیوالې ټولنې نجونو ته د زده کړو د حق نه ورکولو په پلمه پر افغانستان فشارونه راوستي دي او وایي چې څو پورې ا.ا په دې برخه کې پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي په رسمیت به ونه پېژندل شي.
































