په واشنګټن کې د سعودي عربستان پخواني سفیر ترکي الفیصل ویلي چې امریکا له افغانستان څخه د ځواکونو تر ایستلو وروسته په سیمه کې د پښې ځای نه لري او له همدې امله به د دې تېروتنې تر ټولو ستره بیه پرې کړي. هغه زیاته کړې، امریکا یې چې هر څه بولي خو بې له شکه چې ناټو او امریکا په افغان جګړه کې شرموونکې ماتې خوړلې ده. الفیصل څرګنده کړې ده چې امریکا او په ټوله کې غرب ښایي د سعودي له ملګرتیا پرته په منځني ختیځ کې پر خپلو ستراتیژیو غور وکړي. هغه زیاته کړې ده چې منځنی ختیځ ښایي ډېر ژر نور بحرانونه هم تجربه کړي. د یادونې ده چې ډېری امریکایان په افغانستان کې اوسنی وضعیت د بایډن د غلطو سیاستونو پایله بولي او ډېریو هغو ان د نوموړي د استیضاح غوښتنه هم کړې ده.
































