تاجکستان وایي افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد او لوجستیک په برخه کې همکاري کوي. د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره او په دغه هېواد کې اړمنو ته د مرستو رسولو په موخه له مرستندویه بنسټونو سره لوجستیکي همکاریو ته تیار دی. دده په خبره تاجکستان اجازه ورکوي او د اړتیا پر مهال دا همکاري کوي چې په افغانستان کې اړمنو وګړو ته پر وخت مرستې ورسېږي. هغه د سیمې د هېوادونو له سفیرانو سره په کتنه کې یو ځل بیا ویلي چې له افغان خاورې اندېښنه لري او په خبره یې دوی ځکه تر بل هر هېواد له خطر سره مخ دي چې له افغانستان سره اوږده پوله لري او له دې ځایه ښایي مرکزي اسیا ته خطرونه جوړ شي. تر دې وړاندې هم تاجکستان دغه ډول اندېښنې شریکې کړې دي خو افغان لوری وایي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته خطر جوړ کړي.
































