روسیه وایي هېڅ لوری دې په افغانستان کې کورنۍ او قومي جګړې ته لمن نه وهي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زوخارووا په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې ثبات راغلی دی او په دغه هېواد کې مېشتو قومونو ته په کار ده چې په خپلو کې د خبرو له لارې ستونزې حل کړي. د نوموړې په خبره هېڅ لوری دې په افغانستان کې کورنۍ او قومي جګړې ته لمن نه وهي او ټولو قومنو ته په کار ده چې له جګړو لرې د سولې او خبرو په فضا کې ستونزې حل کړي. زوخارووا داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې ځینې غربي رسنۍ په افغانستان کې د کورنۍ جګړې په تړاو تحلیلونه کوي خو د افغانستان نوی حکوم وايي دوی په افغانستان کې د یووالي لپاره کار کوي او هېچا ته به ګډوډیو او جګړو اجازه ور نه کړي.
































