د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له عمومي رییس انتونیو ویتورینو او ورسره مل پلاوي سره کتلي دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې ویتورینو ویلي چې د ژمې له رارسېدو سره د دوی لومړیتوب بېوزلو ته سرپناه، البسه او نور اړین توکي رسول دي او ژمنه یې کړې ده چې دوی به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. په همدې حال کې متقي د ملګرو ملتونو له مرستو څخه د مننې تر څنګ ټینګار کړی دی چې حقیقي اړمن خلک مشخص او له غیر مستحقو نه جلا شي او د افغانستان کنګل شوې شتمني بېرته ازاده شي څو مستحقینو ته لاسرسی وشي او اقتصادي ستونزې په اساسي توګه حل شي.
































