د پاکستاني طا لبانو تحریک (ټيټيپي) ویلي چې یوازې په تېره یوه میاشت کې یې په خپلو غلچکي بریدونو او ماین چاودنو کې ۲۹ پاکستاني عسکر وژلي دي. د ټيټيپي له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې بریدونو کې د وژل شویو له ډلې ۱۵ پاکستاني پوځیان او ملېشه عسکر او پاتې هغه یې پولیس دي. دوی ویلي چې تر ډېره پورې دا بریدونه د پښتونخوا په وزیرستان، بنو، لکي مروت، ډېره اسماعیل خان، کورمه او باجوړ کې شوي دي. دوی دغه راز خبرداری ورکړی دی چې تر څو پورې یې په پاکستان کې اسلامي حکومت نه وي رامنځته کړی تر هغو پورې به د ټولو پاکستاني ادارو پر ضد خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي. پاکستاني دولت تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
































