د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وايي، حکومت یې په افغانستان کې د نجونو له ۱۴ ښوونځیو څخه، چې د ترکیې له لوري جوړ شوي او اداره کېدل، ۱۰ بېرته پرانیستي دي. چاووش اوغلو پرون د خپل هیواد د پارلمان غونډې ته وویل، ترکیه هڅه کوي چې د دیپلوماسۍ له لارې د افغان نجونو او ښځو ملاتړ وکړي او تېره میاشت یې په انقره کې د طا لبانو له پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي څخه په کلکه وغوښتل چې په افغانستان کې ټولې خواوې او ډلې په حکومت کې شاملې کړي. د معارف فونډېشن، چې د ترکیې حکومت یې تمویلوي، په افغانستان کې ۸۰ ښوونځي لري چې د هغو په منځ کې ۱۴ د نجونو لپاره دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې هیواد یې کابل ته بشري مرستې استوي او وروستی ځل یې ۳۳ ټنه خوراکي افغانستان ته لیږلي دي.
































