د آلمان حکومت وايي، چې له افغانستان سره ۶۰۰ ميليونه يورو بشري مرسته کوي. آلمان ویلي چې دا مرسته د افغانستان له خلکو سره د بشرپالنې په نیت کيږي. سرچينې ويلي، چې يادې پيسې به د افغانستان د بشري ناورين د مقابلې تر څنګ د هغو نړيوالو ادارو د بودجې د تامين لپاره ولګول شي، چې د اړمنو افغانانو ملاتړ کوي. آلمان تر دې مخکې هم د افغانستان د بشري ناورين د مقابلې لپاره د ورته مرستو اعلان کړی و. د نړیوالو بشري ادارو د وړاندوینو له مخې، په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک چې له نیمایي څخه زیات نفوس جوړوي، د خوراک ډوډۍ نه لري او ۳ میلیونه له ۵ کلنۍ څخه لږ عمر لرونکي ماشومان د مرګ له بالقوه خطر سره لاس و ګرېوان دي.
































