د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوولین وايي، د سالنګ لویه لاره د واورې ورېدو له امله له پرون مازدیګره راهیسې د بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې ده. د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوول عبیدالله عبید وايي، چې واروه ورېدنه له پرون ورځې راهیسې پيل شوې او نن هم دوام لري. عبید له موټر چلوونکو غوښتي چې معیاري سرعت، وزن او لوړوالی په پام کې ونیسي. همداراز له موټر چلوونکو او مسافرو غوښتل شوي چې د ژمي احتیاطي وسایل په تېره بیا چینونه، ګرمې جامې، خواړه او اضافي تېل له ځان سره ولري.
































