د اسلامي امارت چارواکي وايي، د صفوفو د تصفیې کمېسيون د فعاليت له پيل وروسته تر اوسه پورې شاوخوا ۲۰۰ کسان د ا.ا له صفوفو څخه ایستل شوي او څېړنې ترې روانې دي. د چارو شنونکي بيا وايي، د هېواد روان وضعيت ته په کتو د تصفيې کمېسيون فعاليتونه مثبتې پايلې لرلی شي او بايد په دې برخه کې جدي کار وکړي. د ا.ا چارواکي وايي، د تصفیې کمېسيون لخوا شاوخوا ۲۰۰ کسان چې د امارت له نوم څخه یې ناوړه ګټه پورته کوله د ا.ا له صفوفو څخه اېستل شوي دي. د ا.ا د وياند مرستيال بلال کريمي ویلي ياد کسان تر څېړنو لاندې دي او د تصفیې کمېسيون په منظم ډول خپل کار ته دوام ورکوي او تر اوسه یې ډېر کار کړی دی. نوموړي ویلي د تصفیې کمېسيون د فعاليتونو له پيلېدو وروسته ورځ تر بلې په ښارونو کې نظم د رامنځته کېدو په حال کې دی. دا په داسې حال کې ده چې د ا.ا مشر ملا هېبتالله له خپلو قوماندانو غوښتي چې خپل صفوف له نا اهلو کسانو پاک کړي.
































