د امريکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ د ناندريو بايللو ټاکنو د لومړۍ کلیزې په مناسبت پر خپل ځای ناستي جوبایډن توندې نیوکې کړي دي. نوموړي په خاصه توګه، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ويستو د هوکړې د عملي کیدو څرنګوالی نقد کړی او د يوې شرمونکې تسلیمۍ په توګه يې يادونه ورڅخه کړې ده. د ده په وينا، له افغانستان څخه د ځواکونو دا ډول ويستل د طا لبانو پر وړاندې د تسلیمیدو په مانا وه. ټرمپ ویلي، چې له دا ډول نا مسوولانه وتو او تسليمۍ سره مو، ۸۵ ميليارده ډالره وبايلل او ۱۳ سرتېري مو سخت ټپيان شول. د ټرمپ اشاره له امریکا څخه په افغانستان کې د پاتې وسلو او تجهيزاتو بیې ته ده، چې ويل کيږي تر ۸۵ ميليارده ډالرو ارزښت لري.
































