هند وايي روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د افغانستان په تړاو جوړېدونکي کنفرانس کې د ګډون ډاډ ورکړی دی. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې هندي چارواکو ویلي چې په دې کنفرانس کې د پاکستان د نه ګډون پرېکړه د حیرانتیا وړ نه ده. هندي چارواکو ویلي پاکستان په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکی نه دی، نو ځکه یې دغه ډول پرېکړې د وړاندوینې وړ دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي چې روسیې او د مرکزي اسیا هېوادونو په کنفرانس کې د ګډون ډاډ ورکړی دی او دوی به د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي. هند د روانې میاشتې په لسمه نېټه په نوي ډهلي کې د افغانستان په اړه کنفرانس جوړوي. ټاکل شوې چې په دې کنفرانس کې د افغانستان پر اوسني وضعیت، راتلونکې او بشري مرستو خبرې وشي.
































