د امریکا د کالیفرنیا ایالت زرګونه اوسېدونکو په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه پیل کړي دي او د قرنطین د ختمېدو غوښتنه یې کړې ده. د پولیسو په وینا یوازې په هانتینگتون ساحل کې درې زره کسان راټول شوي او له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې قرنطین پای ته ورسوي او کاروباریانو ته د فعالیت اجازه ورکړي. په ساکرامنتو ښار کې لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې دولت ته د خاین خطاب کړی، چې په دې سره د پولیسو او لاریون کوونکو تر منځ شخړه هم رامنځ ته شوې ده. خو امریکایي چارواکي وایي، چې قرنطین کې به د کرونا ویروس د خپرېدو کچې ته په کتو بدلون راولي. ویل کېږي یو شمېر لاریون کوونکي د پولیسو له لوري نیول شوي هم دي.
































