د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالسلام حنفي ویلي چې دوی په افغانستان کې د اغا خان بنسټ د انکشافي پروژو هرکلی کوي او د هر راز همکارۍ ډاډ ورکوي. نوموړي دا څرګندونې نن په افغانستان کې د اغا خان بنسټ له ځانګړي استازي علي اکبر پسناني سره په کتنه کې کړې دي او له یاد بنسټ څخه یې غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې یو معیاري روغتون جوړ کړي څو خلک د درملني لپاره بهر تګ ته مجبور نه شي. حنفي دغه راز څرګنده کړې ده چې اغا خان بنسټ دې په افغانستان کې د پخوانیو فعالیتونو سربېره په دغه هېواد کې پانګونه هم وکړي. په ورته وخت کې پسناني ویلي چې دوی به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او دغه راز ټینګار یې کړی دی چې دوی تر اوسه پورې په دغه هېواد کې ۱۴۰ تاریخي ابدې رغولې دي او له دې وروسته یې هدف د بشري ظرفیتونو لوړول او د نجونو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه ده.
































